کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۸) : د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دافغانستان د حکومت پلاوي د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.
له ارګ څخه دغویي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، ددې لیدنې په پیل کې ډاکټر زلمي خلیلزاد ولسمشرغني او نورو حکومتي چارواکو ته د سولې پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل.
سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو یو ځل بیا د بین الافغاني ډیالوګ پر احیا ټینګار وکړ او دا یې په راتلونکي کې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره مهم وباله.
په دې لیدنه کې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ولسمشر ددفتر رییس او د مذاکراتي ټیم غړی سلام رحیمي، لوی څارنوال او دولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محممد فضلي برخه اخیستې وه.
زلمی خلیلزاد داځل د افغان سولې په تړاو په اووم سفر روان شوی، ټاکل شوې، چې پاکستان، هندوستان، بریتانیا او ځینو نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.