جلال اباد (پژواک، ٨ غويى ٩٨): د ننګرهار مسوولين وايي چې په هسکه مېنه کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې او يو ملکي وګړى په کې وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د ملکي وګړو پر ډاټسن موټر شوې چې يو قومي مشر په کې وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
د ده په وينا، ټپيان روغتون ته رسول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.