Language

امريکا او پاکستان نن پر افغان سولې خبرې کوي

کابل (پژواک، ٩ غويى ٩٨): ټاکل شوې ده چې امريکايي پلاوى نن اسلام اباد ته ورسېږي او له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.

پاکستاني رسنيو د غويي په ٩مه خبر ورکړى چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد او د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن اليس وېلز په مشرۍ امريکايي پلاوى نن اسلام اباد ته رسېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکايي پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر پروسې مشورې او خبرې اترې وکړي.

زلمى خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو د سيمې په اووم سفر روان راوتلی، له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې و، هغه له افغان چارواکو، سياسيونو او د مدني ټولنې له غړو سره وليدل.

هغه له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړى دى.

خليلزاد به وروسته هند او قطر ته هم سفر وکړي.

login or register a new account.