کابل (پژواک، ٩ غويى ٩٨): د سولې ولسي حرکت د مشورتي جرګې د ملاتړ تر څنګ غوښتنه کړې چې په دې جرګه کې دې د روژې له لومړۍ نېټې اوربند اعلان کړي.
ټاکل شوې ده چې له ټول هېواده د شاوخوا درې زرو کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه نن په کابل کې پيل او څلور ورځې به دوام وکړي.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حرکت مشرتابه او غړو تر يوې ناستې وروسته د سولې مشورتي جرګې په اړه په ١١ ماده ییز پرېکړه ليک کې خپل دريځ اعلان کړ.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې دوى د سولې د هرې ناستې ملاتړ کړى، جرګه بايد د جنګ له ښکېلو اړخونو جدي غوښتنه وکړي چي د روژې له پيله اوربند اعلان کړي او تر سولې او پخلاينې پورې يې وغځوي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، جرګه بايد له کورنيو او بهرنيانو ښکېلو لورو جدي وغواړي چې نور دې په دغه هېواد کې تر هېڅ عنوان لاندې جګړه نه طرحه کوي.
د سولې ولسي حرکت په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي، مشورتي لويه جرګه دې له نړيوالو وغواړي چې له سولې سره سم دې يو نړيوال ضمانت رامنځته کړل شي چې نور به هېڅ څوک په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.
دغه راز په پرېکړه ليک کې د قطر د بين الافغاني ناستې د بيا ترسره کېدو غوښتنه کړې او پر بين الافغاني خبرو اترو يې ټينګار کړى دى.
په پرېکړه ليک کې راغلي، په بين الافغاني خبرو اترو کې دې د سولې ولسي حرکت ته د ولس په استازولۍ برخه ورکړه شي.
دغه راز په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې چې جرګه دې په مشورو او پرېکړو کې ملي ګټې خوندي کړي، نظام او ملي بنسټونه دې وساتل شي.
login or register a new account.