کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٨): امريکايي وايي چې پاکستان زلمي خليلزاد ته د بين الافغاني مذاکراتو په پيلېدو او تاوتريخوالي کمولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
په کابل کې د امريکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې زلمي خليلزاد پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه، د پوځ له نورو مشرانو او د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سهيل محمود او د بهرنيو چارو وزارت نورو چارواکو سره کتلي دي.
د امريکا سفارت وايي، زلمي خليلزاد د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له هغو وروستيو څرګندونو مننه کړې چې د افغان سولې له پروسې د ملاتړ په اړه يې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، خليلزاد پر بين الافغاني مذاکراتو او د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار وکړ چې له پاکستاني لوري ورته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((دغه دوه شيان د افغان شخړې د جامع هواري لپاره اړين او مهم دي.))
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغان جګړې له پاى ته رسولو سره به په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.
د هغه په وينا، د سولې په ټينګښت سره به له افغانستانه پر امريکا او نورو هېوادونو د ترهګرو له خوا بريدونه نه کېـږي.
خليلزاد دغه راز ويلي چې افغان سوله د سيمې د هېوادونو اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهم رول لوبوي.
login or register a new account.