کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې بين الافغاني مذاکرات د تلپاتې سولې لپاره تر ټولو مهم دي.
نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غير رسمي خبرو اترو په يوې ناسته کې کړې دي.
دغه ناسته چې په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز له خوا جوړه شوې وه، په کې د افغانستان د پخواني سفير ډاکتر عمر زاخېلوال په مشرۍ ١٠ کسيز افغان پلاوي ګډون کړى و.
په دغه پلاوي کې د محاذ ملي ګوند مشر سيد حامد ګيلاني او نور کسان شامل وو.
يادې ناستې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې او بين الافغاني مذاکرات د سولې او ښه راتلونکي ضمانت ورکوي.
هغه په دوحه کې د بين الافغاني ناستې پر ځنډېدو د ناهيلۍ څرګندونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دا ژر ترسره شي.
نوموړي په خپلو منځو کې خبرو اترو ته د افغانانو اماده کولو لپاره بايد هڅو ته ادامه ورکړل شي.
قريشي په ډاګه کړه چې د افغان سولې په پروسه کې پاکستان له حده زياته همکاري کړې ده او خپلو همکاريو ته به ادامه ورکوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال ويلي چې پاکستان د پردې تر شا د امريکا او طالبانو ترمنـځ خبرو اترو کې مهم رول ادا کړى دى.
خو هغه زياته کړه چې افغان شخړه يواځې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې هوارېدلى شي.
زاخېلوال وايي چې د افغان سولې پروسې پر وړاندې يو شمېر ننګونې هم شته او تر ټولو مهمه ننګونه دوامداره جګړه ده.
د هغه په وينا، جګړه او د سولې خبرې پر يو وخت کې نه شي کېداى.
login or register a new account.