کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د قطر دفتر د رييس ملا برادر ترمنځ په دوحه کې ځانګړې ناسته شوې ده.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ١١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل پر مهمو اړخونو خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، د ليدنې پر مهال ملا برادر په ډاګه کړې چې لومړى بايد د تېر پنځم پړاو ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي چې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالېدل دي، نهايي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کار به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانيزي؛ خو له دې مخکې نورو خبرو ته نه شي داخلېدای.
مجاهد وايي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې به نن د چهارشنبې په ورځ پيلېږي او پر یادو ټکو به په تفصیل سره بحث کېږي، څو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي.
له دې ليدنه مخکې زلمي خليلزاد په قطر کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سولې خبرې وکړې، دغه راز د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې هم له ملا برادر سره ليدلي دي.
login or register a new account.