Language

د اندونيزيا بهرنيو چارو وزيره له ملا برادر سره پر سوله غږېدلې

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٨): د اندونيزيا د بهرنيو چارو  وزيرې د طالبانو د قطر دفتر له رييس ملا برادر سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه.

سرچينې زياته کړې، ملا برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو لیستاري سره د افغانستان د مسئلې پر سوله يیز حل او له امريکا سره د طالبانو پر روانو خبرو اترو د نظرونو تبادله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملا برادر دغه راز  هغه لاملونه  هم په ګوته کړل چې په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس د لغو کېدو سبب ګرځېدلي وو.

طالبانو ويلي، دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره پر خپل منځي اړیکو ټینګار وکړ، په مقابل کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د اړتیا په  وخت کې د افغانستان د مسئلې په حل کې د خپل هېواد د مرستې او مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.

هغې هیله یې څرګنده کړې، هر څومره ژر چې وي د افغانستان مسئله یو معقول حل ته ورسېږي.

د اندونيزيا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې مېرمن ريتنو پرون قطر ته تللې وه او د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره يې ليدلي دي.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې نن په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو پیل شي.

د يادونې ده، تر دې مخکې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير هم په قطر کې د طالبانو د دفتر له مشرانو سره ليدلي دي.

login or register a new account.