Language

قطر په لومړي ځل د افغانستان لپاره سفير ټاکلى

 

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٨): د قطر امير تميم بن حمد په لومړي ځل د افغانستان لپاره سفير ټاکلى دى.

د قطر دولتي اژانس د راپور له مخې، د قطر امير د يوه فرمان له مخې سيد مبارک الخيران د افغانستان لپاره د قطر لومړى سفير ټاکلى دى.

د افغانستان د حکومت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې تېره مياشت د قطر يوه ځانګړي پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني غوښتي وو چې غواړي په کابل کې سفارت پرانيزي.

سرچينې زياته کړه چې ولسمشر اشرف غني ورسره ومنله، خو ترې يې وغوښتل چې د سولې په پروسه کې به بشپړه همکاري کوي.

ويل کېږي چې په کابل کې د قطر سفارت تر پرانيستل کېدو وروسته به د کابل او دوحې ترمنځ د قطر هوايي شرکت الوتنې هم پيل شي.

د يادونې ده چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د فعاليت تر څنګ هلته زرګونه افغانان هم په بېلابېلو برخو کې کار او مزدورۍ کوي.

د سياسي چارو کارپوه سميع يوسفزى چې په خپله يې هم څو ځلې قطر ته سفر کړى، وايي، قطر په افغانستان کې د سفارت نه درلودو له امله په ډيپلوماتيکه برخه کې له ستونزو سره مخ و.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دوحه کې بين الافغاني ناسته هم د قطر د ناسم مديريت او بې کفايتۍ له امله ترسره شوه.

يوسفزى وايي چې قطر په افغانستان کې د سفارت د نشتوالي له امله نه افغان حکومت او نه هم له طالبانو سره سم تفاهم وکړاى شو چې دا د هغوى د بهرنيو چارو او ډيپلوماتيکي برخې ناکامي وه.

د نوموړي په وينا، د طالبانو دفتر د قطر حکومت ته ډېره سياسي ګټه رسوي او قطر اوس غواړي چې له کابل سره په اړيکو پراخولو سره خپله ډيپلوماتيکه ساحه پراخه او د سولې په پروسه کې هم ترې ګټه واخلي.

login or register a new account.