کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٨): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې تېره میاشت د ملکي وګړو مرګ ژوبله په نسبي ډول کمه شوې خو بیا هم زړه بوږنوونکې پېښې رامنځته شوې.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) د معلوماتو پر بنسټ د روان زېږديز کال د تېرې اپرېل مياشتې پر مهال د هېواد په ۱۴ولایتونو کې ۲۷۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲۵ یې وژل شوي او ۱۴۷ ټپيان وو.
له دغو وژل شوو او ټپیانو ۲۸ یې ماشومان او ۱۳ یې مېرمنې دي.
د ياد ګروپ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم د تېرې مارچ میاشتې په نسبت په اپرېل کې مرګ ژوبله لږ وه، خو د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې زړه بوږنوونکې پېښې رامنځ ته شوې.
سرچينې د بېلګې په توګه د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د اتو غړو وژل ياد کړي دي.
د ياد ګروپ د معلوماتو پر بنسټ، تېره یاشت تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار ولایت کې اوښتې چې ۵۲ ملکي وګړي وژل شوي وو ۴۳ نور ټپيان وو. ورپسې په یوه بله پېښه کې په غزني ولایت کې ۱۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان وو.
دغه راز په کندهار کې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
سرچينې ويلي، له یادو ملکي وګړو ډېره مرګ ژوبله د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د وسله والو له خوا د هدفي بریدونو په ترځ کې ۱۴ هېوادوال وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي، د سړک غاړې د ماین چاودنو له امله هم ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي. دغه راز د چاودنو له امله ۱۳ ملکیان شهیدان او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
له بلې خوا د ننګرهار په خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ د جګړې له امله د ننګرهار امنو سیمو ته شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بېځایه کېدو ته مجبورې شوې دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د ملکي مرګ ژوبلې پر دوام خواشیني څرګندوي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او زیان ورته ونه رسوي.
login or register a new account.