کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٨): د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو مشرتابه شورا له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر د وياند سهيل شاهين له خوا د غويي په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزيل او ملا برادر په دې ليدنه کې د افغانستان د مسئلې پر سوله ييز حل، له امريکا سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هکله له يو له بل سره نظريات شریک شول.
سرچينې ياته کړې ، دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې سوله د افغانستان، سيمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره بايد له شته فرصتونو ګټه پورته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د المان ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هېواد د مرستې او مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.
دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې پرون په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو خبرې پيل شوې دي.
پرون د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې هم له ملا عبدالغني برادر سره ليدلي وو.
login or register a new account.