اسعد اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د هوايي بريدونو پر مهال د ازبکستانيانو او پاکستانيانو په ګډون د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د کونړ ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، هوايي بريدونه نړيوالو ځواکونو ترسره کړي، خو افغان ځواکونو ورسره د ځمکې له لارې همکاري کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي،په دغو عملياتو کې دداعش يو مرکز له منځه وړل شوى او په کې د ازبکستانيانو او پاکستانيانو په ګډون ٤٣ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې دا عمليات تېر مازيګر د چپې درې ولسوالۍ اړونده سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه وايي،په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن