Language

ولسمشر غني: هغو ولايتونو چې ارتقا کړې بودجه ورکول کېږي

 

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، هغو ولایتونو ته چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې په دویمه ربعه کې بودجه ورکول کېږي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست مشرانو او استازو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې شریفې زرمتۍ د پکتیا، نعمت الله بابري د پکتیکا، حسیب الله ستانکزي د لوګر او عبدالولي واحدزي د خوست د ولسونو په استازیتوب ولسمشر غني ته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ له دې امله د هغه قدرداني وکړه چې د ملت ارادې ته یې درناوی وکړ.

یادو ویناوالو د امنیت، لویو لارو، ملکي تلفاتو د مخنیوي، د پوهنې، بندونو، برېښنا، د ښوونکو، شهیدانو او معلولینو د ښارګوټو، د پوهنتونونو د ارتقا، د روغتونونو د تجهیز او ارتقا، د ماسټرۍ او تخصصي پروګرام د منظورۍ، سړو خونو او جلغوزیو د پروسس فابریکې، د ترویج مدیریتونو د ودانیو، حلقوي سړکونو، صنعتي پارکونو، د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ، سرحدي ولسوالیو ته د پاملرنې، د کرکټ میدان، د هوایي ډګرونو د تاسیساتو او د هغو ولایتونو تشکیلاتو او بودجې ته د پاملرنې په اړه چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې، خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

هغوی همدارنګه د زورواکو، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د جمهور رئیس د اقداماتو او سولې ته د خپلې ژمنتیا د ثابتولو قدرداني وکړه او ويې ویل، ولس ستاسو بشپړ ملاتړی دی.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویه جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او ټولو ولایتونو د استازو د فعال ګډون او د ولس د ارادې د ښه تمثیل ستاینه وکړه.

ده وويل، تاسې د دې ولس عزت، عظمت او پوهه ولیده او له تاسو هر یوه څخه مننه چې دغه جرګه مو بریالۍ کړه.

هغه زياته کړه: "تاسې لاره وټاکله، اوس یې په توکل د خدای عملي کوو او د وطن لپاره هره عمده پرېکړه ان که زما د سر په قېمت هم وي، تطبیقوو. سوله راتلونکې ده او په ګډه به دا وطن جوړوو."

ولسمشر له یادو مشرانو او استازو وغوښتل چې د خپلو ولایتونو او سیمو د امنیت د لا ښه تامین لپاره د ملي امنیت عمومي رئیس سره په ګډه ولسي امنیتي طرحه ترتیب کړي.

هغه زیاته کړه، هغو ولایتونو ته چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې، په دویمه ربعه کې بودجه ورکول کېږي.

نوموړى د لویې پکتیا ولسونو له زغم څخه په مننې کولو وویل، اوس ستاسو وار را رسېدلی او ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته به اساسي پام وشي.

login or register a new account.