Language

​خليلزاد: له سولې وروسته بايد ټولې خواوې وسلې پر ځمکه کېږدي

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د سولې تر پروسې وروسته بايد ټولې خواوې وسلې پر ځمکه کېږدي.

نوموړي دغه څرګندونې له طالبانو سره په قطر کې د شپږم پړاوو خبرو په څلورمه ورځ په ټويټر کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې امريکا په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره چمتو ده.

خليلزاد زياته کړې: ((تر سولې پروسې وروسته اړونده خواوې بايد وسلې پر ځمکه کېږدي او د دې پروسې د برياليتوب لپاره اړينه ده چې ټولې خواوې د تاوتاريخوالي د کمولو لپاره اقدامات وکړي.))

نوموړي پرون هم په يوه ټويټ کې له طالبانو غوښتي وو چې د سولې لپاره دې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوى و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يې په ځواب کې ويلي و چې خليلزاد دې دا خبره له ذهن څخه وباسي چې دوى به وسله پر ځمکه کېږدي.

خلیلزاد پرون ويلي و، سوله کې هغه مهال پرمختګ کېږي، چې پر څلورو موضوعاتو چې له یو بل سره تړاو لري، موافقه وشي؛ دا مسايل د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، بین الافغاني مذاکرات  او د تاوتریخوالي کمول چې ورسره بیا یو جامع اوربند ته لاره هواره شي.

ده زیاته کړې : ((تر هغو یوې پرېکړې ته نه رسیږو، څو پر دې څلور واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې.))

login or register a new account.