Language

ملګري ملتونه: د افغان جګړې ښکېل لوري دې په روژه کې اوربند وکړي

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٨): ملګرو ملتونو د افغانستان د جګړې له ښکېلو ټولو خواوو غوښتي چې د روژې په مياشت کې دې جګړه ودروي.

په کابل کې د مګرو ملتونو له دفتره (يوناما) د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه د يوناما د مشر تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو په استازیتوب ټولو افغانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله مبارکي ویلې او نيکې هيلې يې وړاندې کړې دي.

هغه زياته کړې، د روژې میاشت د افغانانو لپاره د عبادت او ریاضت ځانګړی فرصت برابروي او همدارنګه په افغانستان کې له جګړو اغېزمنو خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو وخت دی.

ده ويلي: ((زموږ هیله دا ده چې د روژې میاشت به د دې فرصت برابر کړي چې ټول ولسونه یو بل سره نږدې شي او د دې میاشتې عظمت ته په کتو، ملګري ملتونه د شخړې پر ټولو اړخونو غږ کوي چې جګړه ودروي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د یوه سوله ییز، متحد او هوسا افغانستان د غوښتنې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني د سولې مشورتي جرګه کې وړانديز کړى و چې که طالبان ومني، حاضر دى چې د روژې په مياشت کې اوربند اعلان کړي، خو طالبانو دغه وړانديز سمدستي رد کړ.

login or register a new account.