فراه (پژواک، ۱۶ غویی ۹۸) : د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو پر پر مهال په فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشه یي توکو ۶۸ فابریکې له منځه وړل شوې او لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت لخوا د غویي په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د کشفي ارګانونو د دقیقو کوردیناتو او معلوماتو پر اساس د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په اشکین، پلوشې او سپين کارېز سیمو او نیمروز ولایت کې د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو په مرسته د نشه یي توکو د پروسیس ۶۸ فابریکې له منځه وړل شوې.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه راز په دې عملیاتو کې ۱۵۰ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او تر ۴۰ پورې نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشه یي توکو لکه کرسټل امفیټامین او نورو د پروسس او خرڅلاو له لارې طالبان هره میاشت ۳۰ میلیونه ډالر ترلاسه کول.
بلخوا د فراه د بکواه ولسوالۍ ځینې اوسیدونکي او ولسوال وایي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، طالبانو هم د ملکي تلفاتو ادعا کړې ده.
login or register a new account.