Language

خليلزاد له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې له طالبانو سره پر شپږم پړاو خبرو بوخت و، خو په قطر کې نن د روژې په مناسبت د رخصتۍ له امله دا خبرې تر سبا پورې ځنډېدلې او خليلزاد له دې فرصت څخه په استفادې هند ته تللى دى.

هندي رسنيو د غويي په ١٦مه، خبر ورکړى چې زلمى خليلزاد به نن په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن سوشما سوراج سره وګوري.

سرچينې زياته کړې، هغه به د سولې د روانو هڅو په اړه د هند د بهرنيو چارو وزېرې ته معلومات ورکړي  او په دې برخه کې به د هند د همکارۍ زياتولو غوښتنه وکړي.

په تېرو څلورو مياشتو کې هند ته د زلمي خليلزاد دا درېيم سفر دى، په جنورۍ مياشت کې هم نوموړي هند ته سفر کړى و.

login or register a new account.