Language

ولسمشر غني : طالبان دې د سولې په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل چې د سولې په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.

هغه زياته کړې:"د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده، زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې دسولې مشورتي لویې جرګې په پرېکړو کې یې په واضح ډول انعکاس وموند، لبیک ووايي."

ولسمشر غني په دغه ويډيويي پيغام کې د سولې او پخلاینې لپاره له هر اقدامه هرکلی کړى او خوښ نه دی چې د هېڅ هېوادوال وينې دې تويې شي.

هغه د دې تر څنګ چې طالبان يې سولې ته بللي، پر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو يې هم غږ کړی چې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

اشرف غني وايي : "د افغانستان له امنیتي او دفاعي قواوو غواړم چې په دې مبارکه میاشت کې د خلکو د امنیت ساتلو ته لا ډېر پام واړوي او خلکو ته تر وسه دا زمينه برابره کړي چې خپل ژوند او خپل عبادات په بېغمه زړه وکړي."

د يادونې ده، چې د سولې د لويې مشورتي جرګې ګډونوالو او ولسمشر ددې جرګې په وروستۍ ورځ د اوربند غوښتنه او وړانديز کړى و، خو طالبانو رد کړى دى.

login or register a new account.