کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې تر څلور ورځو مذاکراتو وروسته ديوې ورځې لپاره ځنډول شوې دي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د روژې د مياشتې د لومړۍ ورځې رخصتۍ له امله په خبرو کې يوه ورځ وقفه راغلې ده.
هغه زياته کړې، دا خبرې به سبا سه شنبه يو ځل بيا پيل شي.
بلخوا له نن ورځې رخصتۍ څخه په ګټې اخيستنې د امريکا ځانګړى استازي زلمى خليلزاد د افغان سولې د خبرو اترو لپاره هندوستان ته تللى دى.
سهيل شاهين په يوه بل ټويټ کې ليکلي، چې په دې پړاو کې خبرو کې دوى هڅه کوي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې پر موضوعاتو يوې پرېکړې ته ورسېږي.
د نوموړي په وينا، پر نورو موضوعاتو تر خبرو اترو مخکې پر دې موضوعاتو موافقه اړينه ده.
تر دې مخکې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي وو، چې پر يادو لومړيو دوو موضوعاتو هوکړې ته نږدې شوي دي.
هغه زياته کړې وه، پر دې خبرو تر هوکړې وروسته پر جامع اوربند او بين الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي، خو په ډاګه کړې يې وه، څو پورې چې پر ټولو موضوعاتو موافقه ونه شي، پر هېڅ يو نه کېږي.
که څه هم د شپږم پړاو د خبرو په پيل کې د طالبانو او خليلزاد ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو، خو اوس سرچينې وايي چې دوى سره نږدې شوي دي.
login or register a new account.