کابل (پژواک، ١٨ غويى ٩٨): هند او امريکا پرېکړه کړې ده چې د افغان سولې په روانه پروسه کې به د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنې ساتل کېږي.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا هندوستان ته د زلمي خليلزاد د سفر په اړه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه دوه ورځني سفر کې خليلزاد د هندوستان د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن سوشما سوراج ، د ملي امنيت له سلاکار او نورو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
زلمى خليلزاد تېره دوه شنبه او سه شنبه د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته سفر کړى و.
سرچينې زياته کړې، خليلزاد د هندوستان له حکومته مننه کړې چې د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او دا يې د دې پروسې د نړيوالې اجماع لپاره مهمه ګڼلې ده.
د امريکا ځانګړي استازي دغه راز افغانستان سره په نورو برخو کې هم د هندوستان د مرستو او همکاريو ستاينه کړې ده.
خليزاد ويلي چې د افغانستان سوله ډېرې ګټې لري چې يوه له ګټو يې دا ده چې نړيوالې ترهګرې ډلې له افغانستانه د نورو هېوادونو امنيت ته ګواښ رامنځته نه کړي.
هغه په ډاګه کړې چې په خپله افغانان د افغانستان د سياسي راتلونکي په اړه د پرېکړې حق لري او دا کار د بين الافغاني قانوني پروسې له لارې ممکن دى.
د امريکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد او هندي چارواکو په دې ليدنو کې پر دې موافقه وکړه چې د افغانستان د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنې نه يواځې ساتل کېږي، بلکې ورته به نور پرمختګ هم ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې د سولې پروسې په اړه زلمى خليلزاد له هندي چارواکو سره خپلو مشورو ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.