Language

په افغانستان کې یوه ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړې ده

کابل (پژواک، ١٨ غويى ٩٨): په افغانستان کې د يوې غير نظامي پېښې پر مهال ټپي شوي امريکايي سرتېري په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت له خوا د غويي په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ٢٢ کلن سرتېرى درې ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې د خپل ماموريت پر مهال په يوه غير نظامي پېښه کې ټپي شوى و.

خو سرچينې زياته کړې چې د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د امريکا دفاع وزارت په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې په کندهار ولايت کې هم د يوې غير نظامي پېښې پر مهال د ناټو دوه رومانيايي سرتېري ټپيان شوي وو.

login or register a new account.