Language

خلک د بلخ حوزوي روغتون له خدماتو او د ډاکترانو له ناسم چلنده شکايت کوي

مزارشريف (پژواک، ۱۹ غويی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ابو علي سينا حوزوي روغتون د ناروغ مراجعینو پایوازان د ډاکترانو له ناسم چلند، فساد او په دغه روغتون کې د خدماتو له ناسم والي شکايت کوي.

دوی وايي چې يو شمېر ډاکتران د پيسو په خاطر په ياد دولتي روغتون کې د درملنې پر ځای ناروغان خپلو شخصي کلينيکونو او کتنځایونو ته ور غواړي.

د دوی په خبره، د هغو ناروغانو درملنه ژر کېږي چې واسطه او پيسې لري.

ابو علي سينا بلخي حوزوي دولتي روغتون د شاوخوا ۱۰۰۰ بسترونو په درلودو سره په مزاشريف کې فعاليت کوي چې له ټولو شمالي ولايتونو ورته ناروغان مراجعه کوي.

دغه روغتون ته د مراجعه کوونکو يو شمېر ناروغانو پايوازان وايي چې ډاکټران يې ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه کوي.

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۵ کلن محمد سلطان چې مېرمن يې پر اولاد ناروغه وه او د مزار ملکي روغتون ته يې راوستلې، پژواک ته وويل چې ډاکټرانو يې له ناروغ سره ډېره بې پروايي کړې ده.

هغه زياته کړه چې د ناروغ د عملياتو په خاطر يې ډاکترانو پرې وينه واخيسته خو وروسته يې ناروغ ته ياده وينه تېره نه کړه او روغتون سره پاتې شوه.

محمد سلطان وايي: ((کله مې چې ناروغ راووړ، نو ډاکټرانو راته وويل چې عملياتوو يې او ژر وينه پيدا کړه، ما سره پيسې نه وې، خو په څه زحمت مې راقرض کړې او وينه مې پرې واخيسته، کله چې عمليات وشول نو هغه وينه يې ور تېره نه کړه، نه يې ماته بېرته روپۍ راکړې او نه يې هم وينه.))

نوموړي زياته کړه چې که يې پيسې درلودای نو شخصي روغتونونو ته به يې خپل ناروغ وړی وای خو په وينا يې چې دولتي روغتون کې يې هم بلا پیسې مصرفېږي.

login or register a new account.