منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک د بلخ حوزوي روغتون له خدماتو او د ډاکترانو له ناسم چلنده شکايت کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۹ غويی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ابو علي سينا حوزوي روغتون د ناروغ مراجعینو پایوازان د ډاکترانو له ناسم چلند، فساد او په دغه روغتون کې د خدماتو له ناسم والي شکايت کوي.

دوی وايي چې يو شمېر ډاکتران د پيسو په خاطر په ياد دولتي روغتون کې د درملنې پر ځای ناروغان خپلو شخصي کلينيکونو او کتنځایونو ته ور غواړي.

د دوی په خبره، د هغو ناروغانو درملنه ژر کېږي چې واسطه او پيسې لري.

ابو علي سينا بلخي حوزوي دولتي روغتون د شاوخوا ۱۰۰۰ بسترونو په درلودو سره په مزاشريف کې فعاليت کوي چې له ټولو شمالي ولايتونو ورته ناروغان مراجعه کوي.

دغه روغتون ته د مراجعه کوونکو يو شمېر ناروغانو پايوازان وايي چې ډاکټران يې ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه کوي.

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۵ کلن محمد سلطان چې مېرمن يې پر اولاد ناروغه وه او د مزار ملکي روغتون ته يې راوستلې، پژواک ته وويل چې ډاکټرانو يې له ناروغ سره ډېره بې پروايي کړې ده.

هغه زياته کړه چې د ناروغ د عملياتو په خاطر يې ډاکترانو پرې وينه واخيسته خو وروسته يې ناروغ ته ياده وينه تېره نه کړه او روغتون سره پاتې شوه.

محمد سلطان وايي: ((کله مې چې ناروغ راووړ، نو ډاکټرانو راته وويل چې عملياتوو يې او ژر وينه پيدا کړه، ما سره پيسې نه وې، خو په څه زحمت مې راقرض کړې او وينه مې پرې واخيسته، کله چې عمليات وشول نو هغه وينه يې ور تېره نه کړه، نه يې ماته بېرته روپۍ راکړې او نه يې هم وينه.))

نوموړي زياته کړه چې که يې پيسې درلودای نو شخصي روغتونونو ته به يې خپل ناروغ وړی وای خو په وينا يې چې دولتي روغتون کې يې هم بلا پیسې مصرفېږي.

هغه وايي چې عاجل ناروغان روغتون ته راوړل کېږي خو په وينا يې هغوی چې واسطه نه لري، ډاکټران ورته توجه نه کوي او د مرګ او ژوند ترمنځ شېبې شماري.

نوموړي دا هم وويل چې يو شمېر ډاکټران په ملکي روغتون کې د درملنې پر ځای ناروغان خپلو شخصي کلينيکونو ته ور غواړي.

هغه زياته کړه: ((څو ورځې مخکې مې د يو زوی پر غوږ درد وو، دلته مې راووست، پرزه يې راکړه چې دا پلاني کلينيک ته ور وله چې غوږونه يې ومينځي، که ما روپۍ درلودای؛ نو بيا مې له اوله شخصي روغتون ته ور ووست.))

سلطان محمد له حکومته غوښتنه وکړه چې پع مزار ملکي روغتون کې شته ستونزو ته عاجله رسېدنه وکړي.

 د مزارشريف اوسېدونکې فاطمې چې خپل ناروغ زوی يې ابوعلي سينا بلخي روغتون ته راوړی، پژواک ته يې په ياد روغتون له شته بې نظميو شکايت وکړ.

هغې وويل چې پنځه کلن زوی يې دماغي خلل او عصبي ناروغي لري چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د درملنې په موخه د مزار ملکي روغتون ته مراجعه کوي.

د فاطمې په خبره، له مجبوريته دغه روغتون ته راځي؛ خو په وينا يې چې دلته ورته ډاکټران سمه توجه نه کوي.

نوموړې زياته کړه: ((دغه روغتون کې ناپاکي او بې نظمي ډېره زياته ده، په يوه چپرکټ يوه مېرمن له درې يا څلورو ماشومانو سره يو ځای اچوي چې بيا ټول ډېر په عذاب وي.))

هغې زياته کړه چې د روغتون ډاکټران او نرسان هم خپلو په دندو کې ناغېړي کوي او پر وخت د ناروغانو پوښتنه او درملنه نه کوي.

فاطمې له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د بلخ په ملکي روغتون کې شته ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

هغه وايي چې د بلخ د ملکي روغتون ودانۍ له بېرونه ډېره ښه ښکاري خو په وينا يې چې دننه خدمات يې ګڼې ستونزې لري.

مدني فعال عبدالمتين فرامرز هم د مزارشريف په ملکي روغتون کې شته ستونزو ته په اشارې وايي چې مسوول چارواکي بايد د خلکو شکايتونه واوري.

هغه هم وويل چې يو شمېر ډاکټران ملکي روغتون ته مراجعه کوونکي ناروغان، د پيسو په خاطر خپلو شخصي کلينيکونو او کتنځايونو ته راجع کوي.

د هغه په خبره، په ياد روغتون کې دوا او له خلکو ټوله شوې وينه هم په ناقانونه ډول خرڅېږي.

نوموړي د بلخ حوزوي روغتون له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د خلکو شکايتونه دې بابېزه نه ګڼي او د يادو ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.

د بلخ د ولايتي شورا ريس ډاکټر افضل حديد پژواک ته وويل چې د بلخ ملکي روغتون کې د ډاکټرانو ناسم چلند او شته بې نظميو په اړه شکايتونه دوی ته هم رسېدلي دي.

نوموړی دا هم وايي چې ياد روغتون کې د خدماتو او ناروغانو د مراجعې زياتوالي له امله يو لړ ستونزې شته دي.

د حديد په خبره بلخ ملکي روغتون د ټول شمال په کچه يواځېنی کدري روغتون دی چې خلکو ته يې ښه خدمات هم وړاندې کړي دي.

د ولايتي شورا رييس زياتوي چې د ښو خدماتو وړاندې کېدو تر څنګ دغه روغتون کې د شته کم کاريو په اړه شکايتونه هم شته دي.

هغه له اړونده چارواکو غوښتنه وکړه چې د خلکو شکايتونه له اورېدو وروسته وڅېړي او د ستونزو د حل لپاره دې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې بيا د بلخ ملکي روغتون امر ډاکټر شفيق الله د خلکو دغه شکايتونه نه تاييدوي او زياتوي، که هر څوک د مزار د حوزوي روغتون د خدماتي چارو کې له ستونزو سره مخ شوی وي؛ نو بايد چې دوی سره يې معلومات شريک کړي.

هغه وويل چې د بلخ ملکي روغتون ۲۴ ساعته د مراجعينو او ناروغ لرونکو پر مخ پرانيستی دی او خدماتي چارې په کې په ښه ډول پر مخ ځي.

نوموړي زياته کړه چې دوی دغه روغتون ته مراجعه کوونکي ناروغان په دوه برخو وېشي چې يو يې عاجل دي او بل ډول يې عادي ناروغان دي.

د هغه په خبره، عاجل ناروغان روغتون ته له رسېدو سره سم عملياتېږي خو عادي ناروغان بايد دوه يا درې ورځې صبر وکړي چې نوبت ور ورسېږي.

ډاکټر شفيق زياته کړه، چې تر اوسه دوی ته له ملکي روغتون څخه شخصي کلينيکونو ته د ناروغانو د لېږلو په تړاو هېڅ شکايت نه دی رسېدلی.

نوموړي وويل چې په دې اړه که څوک شکايت لري نو د روغتون له امريت سره دې يې شريک کړي څو عاجله رسېدنه ورته وشي او متخلفينو ته جزا ورکړل شي.

هغه د شمال اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د بلخ ملکي روغتون اداره به د تېر په څېر خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کېدو هڅه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا