کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په پروان ولايت کې د بګرام له توقيف خونې ليدنه وکړه.
د ملي امنيت شورا له خوا د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، له ډاکتر حمدالله محب سره په دغه سفر کې لوړپوړي امنيتي پلاوي ملتيا کوله.
سرچينې زياته کړې، دغه پلاوي د بګرام توقيف خونې د روغتون او کتابخانې په ګډون د یاد محبس له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، اړوندو مسوولینو د بګرام توقیف خونې د عمومي وضعیت اړوند راپور وړاندې کړ او د شته ستونزو د هواري لپاره يې مشخص وړاندیزونه وکړل.
د ملي امنیت سلاکار د زندانيانو له استازو سره هم وکتل؛ د عفوې او تخفیف اړوند يې د ولسمشر غني د فرامينو، اعاشې د وضعیت او د دوسیو قانوني بهیر د چټکوالي په اړه يې د هغوی غوښتنې واورېدې.
محب ټينګار وکړ چې د هېواد د نافده قوانینو په رڼا کې به د محبوسینو دوسیو ته رسېدنه کېږي.
د ملي امنيت شورا وايي چې حمدالله محب او په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې عمومي مشر تېره اوونۍ د خپلې ليدنې پر مهال د سولې په بهیر او د زندانیانو روغتیايي وضعیت ته پر رسېدنه خبرې وکړې او د هېواد د ملي امنیت سلاکار د زندانیانو وضعیت د بشپړې بررسۍ ډاډ ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د سولې مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ د ١٧٥ طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
login or register a new account.