Language

کاي ايډه: د امريکا او طالبانو مذاکراتو کې د يوه نړيوال استازي شتون اړين دى

 کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٨) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د يوه نړيوال استازي شتون اړين ګڼلى دى.

کای ايډي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و.

نوموړي د افغان شخړې د هواري او د سولې  روانې پروسې په اړه په خپله يوه تازه مقاله کې ليکلي، حقیقت دا دی چې لا تر اوسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې نه دي پیل شوې او نهه میاشتې کیږي چې امریکايي لوري له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو په سر مذاکرات پیل کړي دي.

هغه زياته کړې، په مسکو کې خبرې وشوې، په قطر کې هم د افغانانو ترمنځ خبرې کېدلې، خو د لېستونو د اوږدېدو له امله وځنډول شوې.

دى وايي، د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیل لامل یوازې دا نه دی چې طالبان لا تراوسه افغان حکومت د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. دا دومره ساده هم نه ده. که چېرې له طالبانو دا تمه ولرل شي چې ناڅاپي دې هغه حکومت چې له ۱۸ کلونو راهیسې ورسره په جګړه کې ښکیل دی په رسمیت وپېژني، دا به ډېره غیر واقع بینانه وي.

کاى ايډي په دې مقاله کې ليکلي، اوسنی په ټپه ولاړ حالت له دې امله هم رامنځته شوی چې افغان سیاسي لوری په دې نه دی توانېدلی چې یو حقیقي مذاکراتي ټیم جوړ کړي چې په ټولیزه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي.

نوموړي د روانو شخړو د هواري لپاره وړانديزونه کړي او په ډاګه کړې يې ده چې دوه بنسټیز خنډونه مهم دي چې باید له منځه یوړل شي.

د ملګرو ملتونو پخوانى استازى وايي، تر ټولو لومړی، افغان حکومت باید نور دوحې ته د یو حکومتي پلاوي پر استولو ټینګار ونه کړي. ولسمشر غني کولی شي یو شمېر د اعتماد وړ کسان طالبانو سره د خبرو لپاره وټاکي، خو په پلاوي کې باید داسې کسان شتون ولري چې په ښه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي.

د هغه په وينا، دویم، نور ټول لوري باید دا خبره ومني چې که په مذاکراتو کې ټول شاملېدل وغواړي نو واقعي مذاکرات ترسره کول به ناممکن شي. سترې غونډې لکه د مسکو ناسته، د بحث او خبرو اترو لپاره ګټورې دي، خو که واقعي مذاکرات ترسره کیږي نو بیا کوچني مذاکراتي پلاوي جوړول اړین نه دي.

نوموړي زياته کړې، پورته خبرو ته په کتو سره پایله دا شوه چې د اساسي مذاکراتو د پیل لپاره واقعیت پالنه او نظم یا ډسپلین ډېر مهم دي. پرته له دغه ډول واقعیت پالنې او ډسپلین څخه به هیڅکله د سولې واقعي بهیر شتون ونه لري. بدترین حالت به هغه مهال رامنځته شي چې نړیواله ټولنه نوره د ستړیا احساس وکړي او له افغان کشالې پښې وباسي.

هغه وايي : (( زما په اند، په کابل کې ټول سیاسي اړخونه باید هڅه وکړي  چې د یو څو کسانو پر کوچني ټیم چې ۱۰-۱۵ کسان وي سره سلاه شي. زه پر کسانو ځکه ټینګار کوم چې باید داسې وانګېرل شي چې دوی د یوې ډلې یا لوري استازولي هم نه کوي، بلکې د افغان ټولنې استازي دي. د بېلګې په توګه، په پلاوي کې باید د ښځو با مفهومه ګډون ته چې د خپلو اړوندو ادارو له خوا پېژندل شوې وي،  هم پام وشي.))

د ايډي په وينا، طالبان نه شي کولی دغه ډول پلاوي سره له کتلو مخ واړوي- په داسې حالت کې چې دغه پلاوی په مستقیمه توګه له حکومت او یا کوم بل سیاسي لوري څخه استازولي ونه کړي. څرګنده خبره ده چې د پلاوي هرغړی به یوې ادارې یا یو کس ته مسوولیت لري او راپور به ورکوي. خو دا بیا طالبانو پورې اړه نه لري چې نوموړي کسان چاته مسوولیت لري او په چا پورې اړه لري.

login or register a new account.