Language

عمر داوودزی د سولې په اړه د خبرو لپاره د جرمني او هند په سفر روان شو

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٨): د سولې په اړه د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس محمد عمر داودزی جرمني ته ولاړ.

د سولې عالي شورا وياند جاوېد غفور د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نوموړي سره په دغه سفر کې لوړپوړى پلاوى هم ملتيا کوي.

هغه زياته کړه چې عمر داودزی به په دغه سفر کې د جرمني له لوړپوړو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

د غفور په وينا، له جرمني وروسته به عمر داوودزى هندوستان ته ولاړ شي او هلته به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزيرې تر څنګ له نورو چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي

د يادونې ده، د افغان سولې په اړه د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، په دې برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم يو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

دغه راز د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي هم څو ورځې مخکې هند ته د سفر پر مهال د افغان سولې په اړه سلا مشورې کړې وې.

login or register a new account.