Language

“د روان کال په اوږدو کې پر روغتيايي مرکزونو ٥١ بريدونه شوي”

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د روان زېږديز کال پر مهال د افغانستان پر روغتيايي مرکزونو ٥١ بريدونه شوي دي.

د ياد سازمان له خوا د غويي په ٢٤مه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه بريدونه د افغانستان د ١٦ ولايتونو په بېلا بېلو مرکزونو او ولسواليو کې شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو بريدونو کې ١١٤ روغتيايي مرکزونه د خدماتو عرضه کولو له اړخه اغېزمن شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان دغه راز ويلي چې په دغو بريدونو کې درې روغتيايي مرکزونه ويجاړ ، ٨ زيانمن او ٩٩ نور مرکزونه بند شوي دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان دفتر زياته کړې، د روان زېږديز کال په اوږدو کې پر روغتيايي مرکزونو د بريدونو له امله ١١ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي، ١٠ تنه يې ټپيان او اوه تنه يې د وسله والو له خوا يرغمل نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ډول ډېرې پېښې د افغانستان په ختيځ او سوېل لوېديځو ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.