فراه (پژواك، ٢٤ غویی ٩٨): ځینې سرچینې وايي چې په فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو طالبان بیا د یادې پېښې ټپيان او وژل شوي کسان د یوې دینې مدرسې عادي طالبان ښيي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، دغه برید د فراه د امینې قوماندانۍ د کشفي او استخباراتي راپور پر اساس د هرات ــ کندهار پر لویه لار د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په تودنک کلي کې(هغه سیمه چې طالبانو په کې ګمرک جوړ کړی) ترسره شوی دی.
د نوموړي په خبره، په دغه برید کې ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د تودنک کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، په دغه برید کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د سیمې د یاد اوسېدونکي د معلوماتو له مخې، طالبان د ملا حیات الله مهاجر (د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان) په دیني مدرسه کې د روژه ماتي لپاره راټول شوي وو چې هوايي برید پرې وشو.
د فراه سیمه ییز طالبان په تودنک کلي کې یاد برید تاییدوي خو په دغه برید کې خپلو کسانو ته اوښتې مرګ ژوبلې ردوي او وايي، ټول د دیني مدرسې طالبان وو نه نظامي طالبان.
خو د فراه امنیه قوماني د طالبانو دغه ادعا چې په یاد برید کې د دیني مدرسې شاګردان په نښه شوي ردوي.
د راپورونو له مخې، دوې شپې مخکې هم د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شوز کلي کې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي ولسوال حافظ عبدالحق او پنځه ملګري يې په یوه هوايي برید کې وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن