مزارشريف (پژواک، ۲۵ غويی ۹۸): د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د بلخ ولايت له محاکمو د خپلې څارنې راپور له رسنيو او مدني فعالانو سره شريک کړ.
په همدې تړاو د غويي په ۲۵مه د بلخ استيناف محکمې په تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې د دغه ولايت دولتي چارواکو، مدني او ټولنيزو فعالانو او خبريالانو ګډون په کې درلود.
د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ د عدالت غوښتنې څانګې امر خليل احساني د راپور وړاندې کولو پر مهال وويل چې د ۱۳۹۶ل کال په پرتله په ۱۳۹۷ل کال کې د بلخ د محاکمو وضعيت کې تر يوه بريده ښه والی راغلی دی.
نوموړي وويل چې دغه د روڼتيا د څار بنسټ په ټوله کې په ۱۳۹۷ل کال کې په بلخ ولايت کې له ۹۹ محکمو جريان څارلی چې ۹۶ يې جزايي او درې يې مدني محکمې وې.
هغه زياته کړه چې په بلخ کې د قضايي فيصلو او محکمو په برخه کې يو لړ مثبت تغييرات راغلي خو دغه راز يو لړ ستونزې هم شته چې اوس هم خلک ورسره مخ دي.
احساني وويل، چې په ۱۳۹۶ل کال کې د غوره قضايي هيئت د ټاکلو کچه ۸۹ سلنه وه، چې په وينا يې په ۱۳۹۷ل کې دغه سلنه ۹۶،۹ ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د قاضيانو د يونيفورم کچه په ۱۳۹۶ل کې ۹۴ سلنه وه؛چې په ۱۳۹۷ل کې ۷۱ سلنې ته راټيټه شوې ده
د روڼتيا د څار بنسټ دغه غړي همدا راز وويل چې د هېواد نافذه قوانينو او د ۲۱۷مې مادې له رعايت سره سم بايد د هرې قضايي جلسې په پيل کې (بسم الله الرحمن الرحيم) وويل شي چې د هغه په خبره، موندنو يې ښکاره کړې چې په ۱۳۹۶ کې يې کچه ۸۸ سلنه وه او په ۱۳۹۷ل کې يو فيصد لوړه شوې وه.
احساني زياته کړه،چې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې بايد ټولې قضايي جلسې علني بڼه ولري چې په ۱۳۹۶ل کې يې په بلخ کې کچه ۹۷ سلنه وه.
login or register a new account.