Language

امريکا د افغان ولسمشريزو ټاکنو له پروسې ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ٢٦ غویی ٩٨): په کابل کې د امريکا سفارت د ولسي جرګې ټاکنو پروسې د  بشپړېدو د هرکلي تر څنګ له کمېسيونونو غوښتي چې خپله ټوله پاملرنه ولسمشريزو ټاکنو ته واړوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون دوه ورځې مخکې د کابل ولايت د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې او پرون په ارګ کې د ولسمشر غني له خوا د کابل او پکتيا نوو وکيلانو ته سوګند ورکړ شو.

دغه راز نن د ولسي جرګې له خوا د نوي اداري پلاوي لپاره ټاکنې هم پيل شوې.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې د ولسي جرګې ټاکنو د پايلو پروسې پر بشپړېدو خوښي څرګنده شوې او د دغه کار هرکلى يې کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې د ټولو پايلو اعلان او د ولسي جرګې د غړو بشپړېدو سره د ټاکنو د کمېسيونونو مهمه لاسته راوړنه او د ډيموکراسۍ لپاره ګټور کار دى.

د امريکا سفارت د ټاکنو له خپلواک کمېسيون غوښتي چې خپله ټوله پاملرنه د ولسمشريزو ټاکنو چمتووالي ته واړوي، د بودجې غوښتنه وکړي، عملياتي پلان جوړ کړي، کارکوونکي مقرر کړي، روزنه ورکړي، څو د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په وخت سره بشپړه شي.

د امريکا سفارت ويلي، افغانان حق لري چې خپل راتلونکى مشر  د يوې شفافې پروسې له لارې وټاکي، امريکا به د دې پروسې ملاتړ کوي.

سرچينې زياته کړې، دا اوس افغان چارواکو پورې تړاو لري چې ټولې هغه پرېکړې وکړي چې د افغانانو د رايو کارولو ته زمينه برابره شي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٢٨مه، ترسره شي.

login or register a new account.