کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٨): د افغانستان د سولې عالي شورا رييس او د ولسمشر ځانګړى استازى عمر داوودزى پر سولې د خبرو او مشورو لپاره هندوستان ته رسېدلى دى.
د سولې عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس سيد احسان طاهري د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمر داوودزى به په نوي ډيلي کې د هندوستان د بهرنيو چارو له وزیرې، د ملي امنيت شورا له سلاکار او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ګوري.
هغه زياته کړه چې په دې ليدنو کې به د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پر پروسې خبرې، سلا او مشورې کوي.
د طاهري په وينا، د داوودزي د دغه سفرونو او هڅو څخه موخه د افغان سولې لپاره سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کوي.
داوودزى درې ورځې مخکې جرمني ته تللى و او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي سره يې خبرې وکړې.
نوموړي له دې مخکې پاکستان، ايران، چين او يو شمېر نورو هېوادونو ته هم پر افغان سولې د خبرو لپاره سفرونه کړي دي.
login or register a new account.