Language

امريکايي ځواکونو منلې چې د هلمند هوايي بريد کې يې پوليس وژلي

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٨): په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو منلې چې د هلمند هوايي بريد کې يې افغان پوليس وژل شوي او پر دې پېښې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ماخوستن شاوخوا اته بجې امريکايي ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند سيمه کې د شاهراه پر پوليسو هوايي بريد وکړ.

کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دغه بريد کې اته پوليس وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي خو د هلمند ولايتي شورا او ځايي سرچينو ويلي وو چې په دغه بريد کې د قوماندان په ګډون ١٧ پوليس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن ډيف بټلر د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په لښکرګاه کې د يادې نښتې پر مهال افغان ځواکونو له دوى د هوايي مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، دوى له کوم تردد پرته له هغوى سره همغږي  وکړه چې ساحه له دولتي ځواکونو پاکه ده، کله چې دا معلومه شوه سيمه پاکه ده، نو دوى هوايي عمليات ترسره کړل.

د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې له بده مرغه په دغه بريد کې اصلي هدف ونه ويشتل شو چې له امله يې په دغه بريد کې يو شمېر افغان ځواکونه او طالبان دواړه ووژل شول.

ډګرمن بټلر وايي چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه پلټنې پيل کړې او ژمنه یې کړې چې خپل ارتباطات پياوړي کړي، څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

نوموړي پر دې پېښې خواشيني او د پښېمانتيا څرګندونه کړې او ژمنه يې کړې چې خپلو عملياتو کې ښه والى راولي.

هغه زياته کړې، افغان ځواکونه يې نږدې همکاران دي، دا ډول پېښې دوى نور هم هڅوي چې په افغانستان کې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسوي.

login or register a new account.