Language

د امنيت شورا: هلمند کې پر پوليسو هوايي بريد د ناسم کوردينات له امله شوی

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر وايي چې د هلمند پېښه د ناسم کوردينات له امله رامنځته شوې او په دې اړه جدي پلټنې پيل شوې دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ماخوستن شاوخوا اته بجې امريکايي ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د شاهراه پر پوليسو هوايي بريد وکړ چې د کورنيو چارو وزارت په وینا، اته پوليس په کې وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي، خو د هلمند ولايتي شورا او ځايي سرچينو ويلي چې په دغه بريد کې د قوماندان په ګډون ١٧ پوليس وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نړيوالو ځواکونو دغه بريد په تېروتنې ترسره کړى و.

سرچينې زياته کړې چې له پېښې وروسته سمدستي د ملي امنیت شورا دفتر د دقیقې څېړنې لپاره يو مسلکي پلاوى وګوماره چې د پېښې هر اړخيزه څېړنه وکړي او لازم تدابیر ونیسي څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنیوی وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د هلمند ولایت رهبري او د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه شوې چې په پېښه کې د ټپیانو په سمه توګه درملنه وکړي او د اړتیا پر مهال د لا ښې درملنې لپاره یې کابل ته انتقال کړي.

د ملي امنيت شورا وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې د بريد لپاره ناسم کوردينات شريک شوی و، نور معلومات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته شريک شي.

د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پر يادې پېښې ژوره خواشيني ښودلې ده.

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو هم پر يادې پېښې خواشيني ښودلې او ډاډ يې ورکړى چې په راتلونکي کې به په دې برخه کې له ډېر احتياطه کار اخلي.

بلخوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د هلمند پر پېښې خواشيني ښودلې او اړوند مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړې، افغان او نړيوالو ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د پېښې په اړه سمې پلټنې وکړي.

login or register a new account.