Language

د ولسمشرۍ ټاکنو مهالوېش له امنيتي سکتور سره شريک شو

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٨) : د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو خپل ټاکنیز مهالوېش د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ ته وړاندې کړ او هغوی ورته د ټاکنو پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې د ښو امنیتي تدابیر و او بشپړ ملاتړ  ډاډ ورکړ.

له ارګ څخه د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن غرمه ترسره  شوه.

سرچينې زياته کړې، په دغې ناسته کې د راتلونکو ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او  د ولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو د امنیت د لا ښه ټينګښت په موخه د امنیتي تدابيرو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو خپل ټاکنیز مهالوېش  د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ ته وړاندې کړ او هغوی ورته د ټاکنو پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې د ښو امنیتي تدابیر و او بشپړ ملاتړ  ډاډ ورکړ.

ارګ وايي، د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډې همدارنګه پرېکړه وکړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په څېر د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو پروسې له پیل څخه تر پای پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره ګډ کار او همکاري وکړي.

ټاکل شوې ده چې دغه ټاکنې د روان لمريز کال په تلې مياشت کې ترسره شي.

login or register a new account.