مزارشريف ( پژواک، ۲۸غويی۹۸ ): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې، د کتاب اونۍ په مناسبت د کتابونو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
ياد نندارتون د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او يو شمېر کتابتونونو او کتاب پلورنځيو له خوا د غويي په ۲۸مه د مزارشريف (کتاب ښار) کتاب پلورنځي کې پيل شو چې د غويي تر ۳۱مې به د مطالعې د مينه والو پر مخ پرانيستی وي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق د ياد نندارتون په پرانيسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ورته پروګرامونه په ټولنه کې د مطالعې د فرهنګ دودولو برخه کې ډېره مرسته کوي.
هغه زياته کړه، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال د بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست او د مزارشريف يو شمېر کتابتونونو او مطبعو په همغږۍ د کتاب اونۍ په مناسبت نندارتونونه جوړېږي.
د خليق په خبره په وروستيو کلونو کې بلخ کې له کتاب لوستنې سره د ځوانانو علاقه زياته شوې ده.
ده وويل: (( موږ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې دوه کتابتونونه لرو، په لومړنيو کلونو کې به د مطالعې مينه وال ډېر نه وو؛ خو اوس داسې ورځې هم راغلي، چې کتابتون باندې د ځوانانو ګڼه ګوڼه دومره زياته وي، چې يو شمېر کسانو ته د مطالعې ځای هم نه پاتې کېږي)).
خليق زياته کړه، بلخ ولايت کې ټول ۶۰ کتابتونونه فعاليت لري چې دوه يې اطلاعاتو او فرهنګ پورې او پاتې نور يې په خصوصي سکتور پورې تړاو لري.
د هغه په خبره، په بلخ کې شاوخوا ۳۰ وړې او سترې چاپ خونې هم فعاليت لري چې ورسره د کتابونو د چاپ او توزيع برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
خليق وويل چې له تېرو دوو يا درېیو کلونو راهيسې د بلخي ليکوالانو ډېری کتابونه په بلخ کې چاپېږي چې دې چارې د اقتصاد له ودې سره مرسته کړې ده.
بلخ کې د راه سعادت خصوصي پوهنتون رييس سيد حيدر احمدي بيا وايي چې لا هم له کتاب او مطالعې سره د خلکو علاقه هغومره نه ده چې څومره يې اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي پژواک ته وويل چې د کتاب اوونۍ هر کال په افغانستان او د سيمې هېوادونو کې نمانځل کېږي چې په وينا يې د ګاونډيو هيوادونو لکه ايران، پاکستان او منځنۍ اسيا په پرتله يې افغانستان کې نمانځل کمرنګه دي.
د هغه په خبره د کتابونو د بازار نشتوالی د دې سبب شوی، چې د ليکوالانو اثار پر وخت چاپ او توزيع نشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن