کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٨) : د ولسي جرګې د رياست دوو کانديدانو د ټاکنو اعلان شوې پايلې رد کړې او ددويم پړاو ټاکنو نه ترسره کېدو په صورت کې يې د ولسي جرګې د دروازې تړلو ګواښ وکړ.
د ولسي جرګې د رياست لپاره څلورو کسانو کمال ناصر اصولي، ميرويس ياسيني، ميررحمان رحماني او عمر نصير مجددي ځانونه کانديد کړي وو، خو هېچا مطلوبې رايې ترلاسه نه کړې او دويم پړاو ټاکنې د دوو مخکښو کانديدانو کمال ناصر اصولي او مير رحمان رحماني ترمنځ نن ترسره شوې.
نن سهار چې کله د ولسي جرګې غونډه پيل شوه، نو موقت رييس اعلان وکړ چې د جرګې نصاب ٢٤٧ کسان دي او چاچې ١٢٤ رايې ترلاسه کړې، نو د ولسي جرګې رييس کېږي.
تر رايې اچونې وروسته رحماني ١٢٣ او کمال ناصر اصولي ٥٥ رايې ترلاسه کړې، ٥٣ رايې باطلې او ١٣ سپينې اعلان شوې، دا ټولې چې راټولې کړې ٢٤٤ کېږي، په داسې حال کې چې موقت رييس ٢٤٧ حاضر کسان اعلان کړي وو.
تر څو ساعتونو شخړو وروسته موقت رييس مير رحمان رحماني ګټونکى اعلان کړ چې ورسره په ولسي جرګه کې غالمغال جوړ شو.
وروسته کمال ناصر اصولي او ميرويس ياسيني د ولسي جرګې په تالار کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال يادې پايلې رد کړې او ويې ويل چې دوى به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
ميرويس ياسيني وويل، سره له دې چې د سپينو پاڼو په اړه کمال ناصر اصولي اعتراض وکړ، خو چا ورته اهميت ورنه کړ.
هغه زياته کړه چې ځينو کسانو راى پاڼې تشنابونو ته وړې وې هلته يې معاملې کولې چې دى يې په اړه ويډيو او نور اسناد هم لري.
نوموړي وويل، د وکيلانو په لاسليک شويو راى پانو کې ٢٤٧ دي، بيا تر راى شمېرلو وروسته درې راى پاڼې چېرته ورکې شوې؟
ياسيني زياته کړه: (( پټې کړاى شوې راى پاڼې هم باطلو کې شمېرل کېږي، که حقايق ووايم وکيلان به هم خپه وي ملت به هم، دا د منلو وړ نه دى، سبا بل راونډ ته ځو که نه کېږي، د ولسي جرګې دروازې به بندې وي.))
کمال ناصر اصولي وويل چې د ځمکو د غصب زورواکي، د وطن چور او تالان يې ليدلى و، خو په ولسي جرګه کې يې زورواکي نه وه ليدلې، چې د ملت پر برخليک دې دا ډول لوبه وشي چې دغلو د يوې ډلې له خوا ترسره کېږي. ))
هغه ادعا وکړه چې يوه رايه په لس زره ډالر پلورل شوې او نن په ولسي جرګه کې درې ميليونه ډالره وېشل شوي و.
login or register a new account.