Language

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي له ملا برادر سره کتلي

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره ليدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د غويي په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د  ملا برادر او مارکس پوتزيل ترمنځ دغه ليدنه پرون په دوحه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې دواړو خواوو د افغانستان پر روانو حالاتو، د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل په بېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې د المان هېواد د هڅو په باره کې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د المان خاص استازي د سولې په اړه د خپل هېواد د مثبت رول لوبولو اطمينان ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې هکله به د طالبانو سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.

د يادونې ده چې د جرمني ځانګړي استازي له دې مخکې تېره اوونۍ په کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر سياسي مشرانو سره هم ليدلي وو.

ويل کېږي چې نوموړى په جرمني کې د بين الافغاني ناستې جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

له دې مخکې د اندونيزيا، ازبکستان او اروپايي اتحاديې استازو هم په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سره ليدنې کتنې کړې دي.

login or register a new account.