کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸) : له اړمنو افغانانو سره د سعودي د خوراکي توکو مرستې په هرات کې هم پيل شوې .
د سعودي عربستان دولتي بنسټ (مركز ملك سلمان) د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سره په ګډه همکارۍ د يو تړون له مخې د يو ميلون ډالرو په ارزښت د پلازمينې کابل په ګډون پنځو ولايتونو کې له شل زره اړمنو افغان کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړې.
د یاد مرکز لخوا پژواک ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادې مرستې تر دې دمه پلازمېنه کابل او ننګرهار او کندهار کې په ديارلس زره پنځه سوه اړمنو کورنيو ويشل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، نن د دې مرستو لړۍ په هرات ولایت کې هم پيل شوه او په ترڅ کې يې ديارلس سوه کورنۍ له خوراکي توکو برخمنې شوې او په ټوله کې به درې نیم زره کورنیو ته په هرات کې مرستې ورکړل شوې.
دغه مرکز وایي، د ياد پروګرام له مخې چې د روژې مياشتې په سر کې پيل شوې له دقيقو سروې ګانو وروسته هرې يوې مستحقې کورنۍ ته د پنځوس امريکايي ډالرو په ارزښت اوه قلمه خوراکي توکي ( اوړه، وريژې، غوړي، بوره، لوبيا، خرما او چای) ورکول کيږي.
دغه پروژه (افطار الصايم) د افغانستان کډوالو وزارت د سعودي عربستان د يو دولتي خيريه بنسټ (مرکز الملک سلمان للاغاثة والاعمال الانسانیة) سره په ګډه همکارۍ د دې بنسټ په مالي مرسته کابل، ننګرهار، هرات او کندهار کې تطبيقوي.
login or register a new account.