Language

فهیم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر وټاکل شو

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸) : ولسمشر د یوه حکم له مخې، فهیم هاشمي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د سرپرست وزیر په  توګه ټاکلی دی.

په یوه بل حکم کې ولسمشر په پارلماني چارو کې ددولت وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د باور رایه ترلاسه کولو لپاره فهیم هاشمي ولسي جرګه معرفي کړي.

هاشمي په کابل کې د یک خصوصي تلویزیون مشر او د تیرو ولسي جرګو ټاکنو نوماند هم و، خو بریالی نه شو.

هغه د شهزاد اریوبي پر ځای ټاکل شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics