کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸) : د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ناټو پنځه رومانیایي سرتیري ټپیان شوي دي.
د رومانیا ددفاع وزارت د غبرګولي په ۳مه، اعلان کړی، چې دا سرتیري یې نن تر غرمې وروسته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې ټپي سرتیري د کندهار هوایي ډګر روغتون ته لیږدول شوي ، خو د هغوي د روغتیاي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې درې مخکې هم په کندهار کې د یوې چاودنې له امله دوه او تیره میاشت په یوه بله پيښه کې څلور رومانیایي سرتیري ټپیان شوي وو.
رومانیا د ناټو د روزنې ماموریت کې درې زره سره سرتیري لري، چې ډیری يې په کندهار کې میشت دي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت اخیستی دی، دوی ویلي چې د رومانیایي سرتیرو پر یو نظامي موټر یې چاودنه کړې او پکې سپاره سرتیري یې وژلي دي.
login or register a new account.