ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٢٠١٩ کال کې څه باندې درې سوه زره کسان بې ځايه شوي

په ٢٠١٩ کال کې څه باندې درې سوه زره کسان بې ځايه شوي

author avatar
28 May 2019 - 16:31
په ٢٠١٩ کال کې څه باندې درې سوه زره کسان بې ځايه شوي
author avatar
28 May 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر  ٣١٨٥٩١تنو ته رسېږي، چې ٥٧٠٥٧تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اجرايیوي کمېټې نن خپله ناسته د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېرې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر ٣١٨٥٩١  تنو ته رسېږي، چې له دې څخه يواځې ٥٧٠٥٧ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

ده زیاته کړه، د جګړو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په ٢٠١٩ کال کې  ٣٦٣٠٩تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې ٦٩٦٨ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ور ګرځېدلې دي.

د هغه په وينا، له دې جملې څخه ٩٢٥٧ کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړې دي.

بلخي وايي، په هرات او بادغیس ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته د رسېدنې او ورسره د مرستو لپاره ١٤٠ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي او بېرته خپلو اصلي مېنو ته وګرځي.

دى زياتوي، هغه کورنۍ چې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي، د ماليې وزارت له خوا د لارې د ترانسپورټ او نغدې پیسې د لومړنيو اړتياوو لپاره ورکول کېږي.

د غونډې ګډونوالو په ځینو ولایتونو کې د نړیوالو ټولنو د استازو نه حضور اندېښنموونکی وباله او ویې ویل چې مالیه وزارت دې هغو ولایتونو کې چې نړیوال همکاران نشته، منظمه بودیجه په نظر کې ونیسي تر څو بې ځایه شويو کورنیو سره د مرستې په برخه کې خنډ او ځنډ واقع نه شي.

هغوی همدا راز وویل، چې د ډېرو ولایتونو خلک د امنیت نه شتون له امله له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي.

دوی زیاته کړه چې د هرات ولایت سبز ښارګوټي ځای د حج او اوقاف ریاست له خوا د کډوالو ریاست ته نه دی ور سپارل شوی.

همدارنګه ګډونوالو په ننګرهار، لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې د کنسرسیوم د جوړولو په طرحه د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته راپور وړاندې کړ .

د غونډې ګډونوالو وویل چې په ٢٠١٩ کال کې  ٢٠٣٢١٤تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.