Language

د بلخ مدني فعالان: موقت حکومت رامنځته کول د تېرو ترخو تجربو تکرار دی

مزاشريف (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د بلخ يو شمېر مدني او سياسي فعالان وايي چې د موقت حکومت رامنځته کېدل د تېرو ترخو تجربو تکرار ته لار هوارول دي.

دغه فعالان چې د سولې غږ شورا په بلنه د غبرګولي په ۹مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، غوښتنه يې وکړه چې د ملي وحدت حکومت موده هغه وخت پای ته رسېږي چې ټاکنې ترسره او نوی رييس جمهور وټاکل شي.

د دغو کسانو له ډلې د بلخ ولايت يوه سياسي فعال ډاکټر وکيل متين وويل چې نننۍ راټولېدنه يې د ملي يووالي حکومت د کاري دورې د دوام په اړه ده.

هغه زياته کړه چې يو شمېر سياستوالو، وسله والو بانډونو او پخوانيو ښي او کيڼ اړخو ګروپونو لاسونه سره يو کړي او د خپلو شخصي ګټو په خاطر د شته قانوني حکومت پر وړاندې توطيې او دسيسې جوړوي.

نوموړي وويل: ((جالبه ده، هغه کسان چې پرون يې يو بل خوړل، د خلکو په سرونو کې يې مېخونه ټک وهل، په لارو کې يې پاټکونه درلودل او افغانستان يې پر کنډواله بدل کړ، اوس راپورته شوي او ځانونه د افغانستان حقداران بولي.))

د هغه په خبره، د حکومت مخالف سياسيون بايد لومړی راشي، خلکو ته د خپلو شتمنيو حساب ورکړي چې له کومه يې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي متين دا هم وويل چې د حکومت مخالفو سياسي څېرو يو ځل افغان ملت ته خپله ازموينه ورکړ او په کې ناکام شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د موقت حکومت رامنځته کول يو ځل بيا تېرو ترخو تجربو ته ورستنېدل دي چې په خبره يې په هېڅ صورت افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

متين زياتوي چې له قانوني اړخه شته حکومت تر هغه دوام پيدا کوي چې ټاکنې وشي او په قانوني ډول د قدرت انتقال ته زمينه برابره شي.

login or register a new account.