مزاشريف (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د بلخ يو شمېر مدني او سياسي فعالان وايي چې د موقت حکومت رامنځته کېدل د تېرو ترخو تجربو تکرار ته لار هوارول دي.
دغه فعالان چې د سولې غږ شورا په بلنه د غبرګولي په ۹مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، غوښتنه يې وکړه چې د ملي وحدت حکومت موده هغه وخت پای ته رسېږي چې ټاکنې ترسره او نوی رييس جمهور وټاکل شي.
د دغو کسانو له ډلې د بلخ ولايت يوه سياسي فعال ډاکټر وکيل متين وويل چې نننۍ راټولېدنه يې د ملي يووالي حکومت د کاري دورې د دوام په اړه ده.
هغه زياته کړه چې يو شمېر سياستوالو، وسله والو بانډونو او پخوانيو ښي او کيڼ اړخو ګروپونو لاسونه سره يو کړي او د خپلو شخصي ګټو په خاطر د شته قانوني حکومت پر وړاندې توطيې او دسيسې جوړوي.
نوموړي وويل: ((جالبه ده، هغه کسان چې پرون يې يو بل خوړل، د خلکو په سرونو کې يې مېخونه ټک وهل، په لارو کې يې پاټکونه درلودل او افغانستان يې پر کنډواله بدل کړ، اوس راپورته شوي او ځانونه د افغانستان حقداران بولي.))
د هغه په خبره، د حکومت مخالف سياسيون بايد لومړی راشي، خلکو ته د خپلو شتمنيو حساب ورکړي چې له کومه يې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي متين دا هم وويل چې د حکومت مخالفو سياسي څېرو يو ځل افغان ملت ته خپله ازموينه ورکړ او په کې ناکام شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د موقت حکومت رامنځته کول يو ځل بيا تېرو ترخو تجربو ته ورستنېدل دي چې په خبره يې په هېڅ صورت افغانانو ته د منلو وړ نه دي.
متين زياتوي چې له قانوني اړخه شته حکومت تر هغه دوام پيدا کوي چې ټاکنې وشي او په قانوني ډول د قدرت انتقال ته زمينه برابره شي.
د هغه په وينا، سياسيون بايد حکومت ته د توطيو جوړولو پر ځای د ټاکنو پر کمېسيون فشار راوړي چې ژر تر ژره انتخابات ترسره کړي.
هغه دا هم وويل چې افغانان به چا ته اجازه ورنه کړي چې بېرته يې اويايمې لسيزې ته ستانه کړي.
په بلخ کې د سولې غږ شورا مشر اميرزاده شهزاد پژواک سره خبرو کې وويل چې سترې محکمې د ملي وحدت حکومت د کار په اړه قانوني پرېکړه کړې او په خبره يې مخالف سياسيون بايد د محکمې ياده قانوني پرېکړه ومني.
د هغه په وينا، تر هغه چې ټاکنې ترسره کېږي؛ نو بايد شته ملي وحدت حکومت دوام پيدا کړي، څو د هر راز ممکنه ګډوډيو مخه ونيول شي.
نوموړي زياتوي چې د سرپرست يا موقت حکومت رامنځته کېدل هم غير قانوني پروسه ده چې له امله به يې بې نظميو ته لاره هواره شي.
هغه وويل چې که د حکومت مخالف سياسيون په رښتيا هم د افغانستان لپاره فکر لري نو بايد داسې غوښتنې مطرح نه کړي چې ګټه يې ګاونډيو هېوادونو ته ورسېږي.
د هغه په خبره، د حکومت په سياسي مخالفينو کې داسې څېرې هم شته چې د لس زره نفرو راټولولو وړتيا او محبوبيت نه لري؛ خو اوس يې دې ته کار ويلی چې څنګه موقت حکومت رامنځته او خپلې شخصي ګټې په کې خوندي کړي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان خلک، سياسي مشران او مدني ټولنې بايد په يوه غږ د هغو خلکو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي چې غواړي ملي ګټې تر پښو لاندې کړي.
مدني فعال نعمت الله مندوزي په خپلو خبرو کې وويل چې يو شمېر سياسي مشران دې حکومت لپاره د توطيو جوړولو پر ځای د وضعيت د ښه کېدو لپاره خپلې طرحې او برنامې وړاندې کړي.
هغه زياته کړه چې د قدرت د لېږد لپاره يوه قانوني لار شته چې هغه د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي.
نوموړي وويل چې د شته حکومت د پای ته رسېدو په اړه له ټاکنو پرته نورې ټولې لارې چارې غير قانوني او افغانانو ته د منلو وړ نه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










