کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د روانو هلو څلو په تړاو په سفر روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غبرګولي په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد پرون روان شوی او په ۱۷ ورځني سفر کې افغانستان، پاکسستان، قطر، امارات، بلجیم او جرمني ته سفرونه کوي.
سرچینې زیاته کړې، دا سفر هم د تیرو سفرونو دلړۍ او هڅو دوام دی چې امریکا غواړي د افغان جګړې او شخړې ته د پای ټکی کیږدي.
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت او نورو سیاسي مشرانو سره پر روانو هلو ځلو سلا مشورې او خبرې کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه راز نومړی به مدني ټولنې او ښځو استازو سره هم ګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دې سلا مشورو څخه موخه بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټولو خواوو رضا کول دي ، ځکه د سولې لپاره یواځینۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بروکسل، اسلام اباد، برلن او ابوظهبۍ ته د سفرونو موخه د افغان سولې لپاره د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کول دی.
دغه راز سرچینې ویلي، چې خلیلزاد به قطر کې له طالبانو سره خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکوي.
خلیلزاد هم په ټویټر کې لیکلي، چې په واشنګټن کې تر دوه اونیو وروسته یو ځل بیا پر سفر روان شوی دی.
خو هغه په ډاګه کړې، څو پورې چې پر ټولو مواردو موافقه نه وي شوی، پر هیڅ شي نه کیږي.
خبر او ایډیټ: جاوېد همیم کاکړ
login or register a new account.