کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸) : د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه، چې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د موادو او پرېکړو د تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او په دې اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د تهدیدونو د دفعه کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
وروسته د کابل ښار د امنیت په ځانګړي ډول له چسپکي ماینونو څخه د تروریستانو د استفادې په اړه بحث وشو او غونډې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه لازم تدابیر ونیسي.
په همدې ډول غونډې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په اړه بحث وکړ او په دې بختورو ورځو کې د هیوادوالو د لا ښه امنیت د تامین په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن