کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او راتلونکو پلانونو په اړه ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړل.
له ارګه د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد پرون ماښام په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.
په دې ليدنه کې د افغان پلاوي له لوري د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي، د ماليې وزير همايون قيومي، د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضلي او په امريکايي پلاوي کې په کابل کې د امريکا سفير او د ناټو قوماندان ګډون درلود.
په دې کتنه کې زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغان سولې د هڅو په برخه کې پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړل.
د ولسمشر غني او ډاکتر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لورو په دې برخه کې د جرمني هېواد پر رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړني دور پیلولو هیله څرګنده کړه.
زلمي خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو په اووم سفر راوتلى دى، په دغه سفر کې يې تر اوسه پاکستان، بلجيم او جرمني ته سفرونه کړي دي.
login or register a new account.