Language

نن په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه غونډه کېږي

کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٨): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د (عمل پلان) د کارونو ارزولو په موخه مهمه غونډه نن په اسلام اباد کې کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ (د سولې او پيوستون د عمل پلان) تېر کال جوړ شوى و او تر اوسه د بهرنيو چارو وزيرانو او مرستيالانو په کچه څو غونډې په کابل او اسلام اباد کې شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستو ارزولو په موخه يوه غونډه نن په اسلام اباد کې کېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان په مشرۍ افغان پلاوى ګډون کوي. دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سهيل احمد به د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.

د ياد پلان له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، نظامي، اقتصادي استخباراتي او کډوالو پنځه کاري کمېټې جوړې شوې دي.

د دې ناستو لومړۍ غونډه تېر کال د جولاى په ٢٢مه په کابل کې جوړه شوې وه او دواړو خواوو پرېکړه کړې وه چې د همکاريو او باور زياتولو لپاره به کار کوي.

login or register a new account.