Language

د ناټو سفير: طالبان دې د سولې په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي

جلال اباد (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ملکي سفير ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې  د سولې په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کى نن جلال اباد ته د سفر پر مهال له والي شاه محمود مياخېل سره وليدل.

نيکولاس کی د دې لیدنې پر مهال د فساد او ترهګرۍ پر ضد د هغه له پیل شوې مبارزې د ملاتړ، سولې، ټاکنو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د ننګرهار والي د دې لیدنې پر مهال د ولایت په کچه په امنیتي او حکومتولۍ برخه کې د تغیيراتو، تروریزم او فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې د بېځایه شوو او له کډوالۍ راستانه شوو کورنیو، سولې او ولسمشریزو ټاکنو په اړه د چمتووالي په اړه معلومات شریک کړل .

مېاخېل وایي، په ملکي برخه کې د ناټو ستر سفارت د ننګرهار وضعیت ارزونه کړې، له همدې امله یې د تروریزم او فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې، سولې او ولسمشریزو ټاکنو او یو شمېر نورو برخو کې د دوی د چمتووالي او پیل شوو هڅو څخه ملاتړ وکړ.

د ننګرهار والي ټینګار وکړ چې د اقتصادي پرمختګ او نورو ناخوالو ته د پای ته رسېدو په موخه دې وسله وال طالبان بین الافغاني سولې ته کېني او نور دې تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

په افغانستان کې په ملکي برخه کې د ناټو ستر سفیر نیکولاس کي وویل، خوښ دی چې دغه ولایت ته خپل لومړنی سفر په داسې حال کې ترسره کوي چې امنیتي وضعیت کې یې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

نوموړي ننګرهار کې د فساد، له ترهګرۍ سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او ځانګړو امنیتي پلانونو او رامنځته شوو تغیيراتو له امله د ننګرهار د والي د هڅو ستاینه او ملاتړ وکړ.

هغه زیاته کړه، ناټو په افغانستان کې په روان کال کې د سولې له تاریخي هلو ځلو په دې موخه ملاتړ کوي چې د دغه هېواد لوړپوړي مشران، ولسي خلک، مېرمنې، مدني فعالان او نور هر مهال د سولې غوښتونکي دي .

نیکولاس کي پر طالبانو غږ وکړ چې د ننګرهار د سولې ملاتړو خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او په دغه ولایت کې د ارام او ثبات لرونکي ژوند کولو په موخه د سولې لاره غوره کړي.

login or register a new account.