کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د علماوو او سولې مشورتي لويې جرګې په غوښتنه يې طالب بنديان خوشې کړي او هيله يې څرګنده کړه چې هغوى به د سولې سفيران شي او بيا به جګړې ته ونه ګرځي.
له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د افغانستان د علماوو سراسري شورا ريیس او غړو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د وروستیو پېښو د قربانيانو روح او دغه راز په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت او جګړې د ختمېدو دعا وکړه.
مولوي صاحبزاده علماوو ته د پاملرنې او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې د ولسمشر برنامې وستایلې او ويې ویل، په هېواد کې روانه جګړه داخلي او بهرني ابعاد لري او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د ایجاد په برخه کې د ولسمشر غني د هڅو ملاتړ وکړ.
نوموړي د علماوو شورا د پرېکړه لیک پر استناد له افغانانو وغوښتل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، دغه راز یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي.
مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده وویل، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کوي او د دې ځواکونو قرباني ستایي.
وروسته شیخ عبدالله افضلي وويل، دا اړتیا ایجابېږي چې د افغانستان حکومت او خلک له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه قاطع، قوي او هراړخیز ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه : (( د دې ویجاړونکې جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پای ته ورسوو. په هېواد کې د سولې د برقرارۍ په خاطر نړیواله او سیمه ییزه اجماع ممده واقع کېږي او سوله باید د افغانستان د حکومت په محوریت کې وشي.))
نوموړي د علماوو د امنیت د ټینګښت، د کورنیو تولیداتو او د هېواد د کروندګرو د محصولاتو د ملاتړ او د فراه ولایت د کروندګرو د محصولاتو د نه خرڅلاو ستونزې د حل غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې کورني تولیدات او محصولات مصرف کړي.
ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته علمای کرامو ته د ښه راغلاست او د دوی د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ دوی ته په ننګرهار ولایت کې د مولوي صفي الله او د ایت الله محقق کابلي د مړینې په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن