Language

د ملي امنيت سلاکار په يوه امنيتي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسيې ته ولاړ

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله مُحب په يوه امنيتي کنفرانس کې د ګـډون لپاره روسيې ته ولاړ.

د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کلنى امنيتي کنفرانس د روسيې په يوفا ښار کې سبا پيلېږي.

هغه زياته کړه چې ډاکتر محب دغه سفر او ګډون د روسيې د ملي امنيت شورا د سلاکار نيکولا پاټريوشيو په رسمي بلنه کوي.

د نوموړي په وينا، دا غونډه سبا پيلېږي او درې ورځې به دوام کوي.

login or register a new account.